IQNA

د سعودي عربستان له خوا  د ۱۴۴۶ کال د حج موسم پلانونه  تشریح شول

12:36 - May 28, 2025
د خبر لمبر: 3491188
ایکنا - د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر په یوې غونډې کې د ۱۴۴۶ کال د حج موسم لپاره د دغه هېواد پلانونه تشریح کړل، چې موخه ئې د مناسکو اسانتیا او حاجیانو او عمره کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو کیفیت لوړول دي.

 ایکنانیوز  د واس خبري اژانس له قوله راپورراکړ،د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر،سلمان بن یوسف الدوسري، په دغې غونډې کې، چې د حج او عمرې وزیر توفیق بن فوزان الربيعه، د ترانسپورت او لوجستیکي خدماتو وزیر صالح بن ناصر الجاسر، د روغتیا وزیر فهد بن عبدالرحمن الجلاجل او د حج د عالي کمېټې غړو هم شتون  درلود، ټینګار وکړ چې د سږکال حج موسم د حکومتي ادارو ترمینځ د بشپړ همغږۍ او د مختلفو برخو د یووالي نښه ده، څو د منظمونې  او خدماتو وړاندې کولو په برخې کې یوه استثنائي تجربه رامنځته شي.

هغه زیاته کړه چې ؛له  اجازت پرته ، حج ممکن نه دی» په عنوان سره  کمپاین د نظم او د حاجیانو د خوندیتوب تضمین لپاره بنسټیز رول لري.

د اطلاعاتو وزیر د ټکنالوجیکي خدماتو په اړه وویل چې سعودي عربستان خپل پرمختللی ډیجیټل بیخ بینائي تاسیسات او د مصنوعي  ذهانت(آرټيفیشل اینټلیجنس) الګوریتمونه د خلکو د مدیریت او د خدای د مېلمنو د حرکتونو د تنظیم لپاره کارولي دي. په دغو  خدماتونو کې  له ۵ زره مخابراتي برجونو، له ۹ زره څلورم او پنځم نسل(۴G 5 G)ی سټیشنونو او له ۲ زره کیلومتره فایبر آپټیک  پکې شامل دي . همدارنګه، د خدای د مېلمنو د اسانتیا لپاره له ۱۰ زره وړیا وائ‌فائ ساحې  تیارې  شوي دي.

له بلې خوا، د حج او عمرې وزیر توفیق بن فوزان الربيعه اعلان وکړ چې تر دې غونډې پورې، سعودي عربستان د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له  یو میلیون  اویا زره حاجیانو څخه زیات  ورسیدلي د ي  دا پراخ  هرکلی د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج موسم لپاره د چمتووالي او د سعودي حکومت  لخوا چمتو شویو یو لړ خدماتو او اسانتیاوو په چوکاټ کې ترسره شوی دی.

الربيعه د حرمین شریفین د چمتووالي په اړه وویل چې د مسجدالحرام او مسجد نبوي د چارو   ادارې خپل موسمي چمتووالی لوړ کړی دی. په دې تړاو، د مسجدالحرام دننه د خلکو مدیریت تجربه نوي شوې او د زړو او پرکوَټو کسانو لپاره له ۴۰۰ برېښنائي ویلچېرونو څخه کار اخیستل شوی دی. همدارنګه،   «له ما وپوښته» په نامې سره  خدمت په مسجدالحرام او شاوخوا صحنو کې په ۵۰  ساحو کې فعال شوی دی.

د ترانسپورت او لوژستیکي خدماتو وزیر صالح الجاسر د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج موسم لپاره د دغې برخې مهم چمتووالي تشریح کړل او وویل چې له ۲۵ زره اتوبوسونو او ۹ زره ټیکسيانو د حاجیانو د خدمت لپاره کار اخیستل شوی او ۱۸ ځانګړي لارې د حاجیانو د لېږدرالیږد  لپاره د مکه مکرمې، مدینې منورې او مشاعر مقدسه ترمینځ ټاکل شوي دي.

د روغتیا وزیر فهد بن عبدالرحمن الجلاجل هم په دې غونډې کې وویل چې د روغتیا سیستم د خدای د مېلمنو هرکلي لپاره په بشپړه توګه چمتو دی. هغه ووئيل؛  د تېر کال په پرتله د روغتونونو  ظرفیت ۶۰٪ زیات شوی او له ۵۰ زره طبي او تخنیکي کارکوونکو څخه د حاجیانو د خدمت لپاره کار اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړه چې په مشعر مني کې د ۲۰۰ بسترو ظرفیت لرونکی یو نوی بیړنی روغتون جوړ شوی دی.

د روغتیا وزیر د خدای له مېلمنو وغوښتل چې روغتیائي لارښوونو ته پابنده وي، کافي اوبه وڅښي، کافي استراحت وکړي، د لمر مستقیم وړانګو څخه ځان وساتي او په اړتیا سره سمدستي طبي پاملرنې ترلاسه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4284969    

captcha